د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي کلید ته وویل، د هرات والي، د عامې روغتیا رییس، د ولایتي شورا درې غړي غلام حبیب هاشمي، وکیل احمد کرخي او د یو بل شرکت رییس د څارنوالۍ له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له خوا د ۲۰ میلیونه افغانیو اختلاس په تور محکمې ته معرفي شول.
رسولي زیاتوي چې لویې څارنوالۍ د جمهوري ریاست د څار ادارې د څېړنو تر پایلو وروسته یاد کسان محکمې ته معرفي کړي او دغو کسانو ته یې د جزا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان طبي شورا د تفتش ادارې څېړنې یو اړخیزه بللې او په وینا یې، د حکومتي پلاوي تر څنګ باید د روغتیایي برخې یو ټیم ته هم ځای پکې ورکړل شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ