ads

د لیبیا په سواحلو کې ۱۱ کډوال ډوب شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې ۱۱ کډوالو د لیبیا په سواحلو کې د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
5 لړم 1399
د لیبیا په سواحلو کې ۱۱ کډوال ډوب شوي
د دغه سازمان اعلامیه وایي، سمندري ځواکونه پر دې توانېدلي چې ۱۰ تنه نور په اوبو کې له ډوبېدو وژغوري.
دا پېښه په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله رامنځته شوې ده.
د لیبیا په سواحلو کې دغه کسان پر داسې مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه د لیبیا په سواحلو کې ډوب شوي وو.
په اوبو کې ډوبو شوو کسانو هڅه کوله چې د لیبیا له سواحلو تېر شي او ځانونه اورپا ته ورسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA