دا ناسته چې تېره ورځ د بنګله دېش په پایتخت ډاکه کې ترسره شوې، په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې د افغانستان د ډېرو خلکو غږ ته لبیک ووایي او ژر تر ژره اوربند وکړي.
هغوی په قطر کې د افغان سولې په تړاو د پیل شوو خبرو ملاتړ څرګند کړی او له دواړو لورو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسېدو لپاره رښتینې هڅې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بنګله دېش هېواد د دیني عالمانو د دغه دریځ هرکلی کړی.
د یاد وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د بنګله دېش دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې اوسنۍ جګړه ودروي او مسلمان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.
د بنګله دېش دیني عالمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ په افغانستان کې تر ۲۰۰۰ زره ډېرو دیني عالمانو د یوې راټولېدنې پر مهال په افغانستان کې اوسنۍ جګړه نارو او د اسلام خلاف عمل وباله.
دوی هم له ښکېلو لورو وغوښتل چې افغان وژنه ودروي او ژر تر ژره اوربند وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ