د خبرپاڼې په وینا، هغه د دغه سفر پر مهال د نیمروز ولایت له سیمهییزو او امنیتي چارواکو سره ولیدل او د یاد ولایت امنیتي حالت یې وارزاوه.
د وزارت خبرپاڼه وایي، نوموړي د نیمروز اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې افغان سرتېری به د هغوی ساتنه وکړي او اجازه نه ورکوي چې وسله وال طالبان دوی ته زیان ورسوي.
لوی درستیز پر داسې مهال دا سفر کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نیمروز ولایت امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د افغان سرتېرو پر پوست برید وکړ چې په پایله کې یې نېږدې ۲۰ امنیتي سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور طالبانو له ځان سره بوتلل.