د خوست د عامې روغتیا ریاست د چاپیریال برخې مسول ډاکټر محمد عارف تڼی وایي، د خوست اوسنی اقلیم د اندېښنې وړ دی او که په دې برخه کې پر وخت اجرات ونه شي ښايي، ډېری ناروغۍ رامنځ ته کړي.
د تڼي په وینا، ګرد او عبار او ترڅنګ یې په دغه ولایت کې د بې شمېره پخو خښتو بټيو شتون هغه لاملونه دي چې د خوست اوسنی هوا یې ککړه کړې ده:
«زه چې دخوست د عامې روغتیا ریاست د چاپیریال په برخه کې کار کوم، ماته اوسنی چاپیریال ډیر د اندېښنې وړدی، په ځانګړي ډول د پخو خښتو بټۍ چې هوا یې خرابه کړې او هیله ده چې پدې برخه کې اقدام وشي.»
د دغه ولایت یو تن بل ځوان سلیمان وایي، د خوست هوا نه یوازې چې د پخو خښتو بټیو خرابه کړې، بلکې د ښار په ځينو برخو کې د چټلیو شتون او په دې برخه کې د چاپیریال ساتنې ادارې او ښاروالۍ ناغیړي هم د دې سبب شوې چې د خوست چاپيریال ته زیان واړوي:
«یو خو د پخو خښتو بټیو زیاتولی دی په دغه ولایت کې بل هم د ښار ځینو ساحوته د د ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې ادارې نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې د خوست هوا یې ککړه کړې ده.»
د خوست د چاپيریال ساتنې سرپرست عبدالبصیر همت وایي، د چاپيریال ساتنې اداره یوازې یوه پالیسۍ جوړوونکې اداره ده چې خپل پلانونه له نورو ادارو سره شریکوي، خو په ورته وخت کې وايي چې دوی په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوی کړی:
«د چاپيریال ساتنې موضوع په دغه ولایت کې یوه نوي موضوع ده، خلک ورسره نا اشنادي او موږ په دې برخه کې عامه پوهاوی کړی او زموږ پالیسۍ تر ډېره پلې شوې دي.»
یوازې خوست ښار نه دی چې هوایې په اوسني موسم کې د خرابیدو پر لور روانه ده، بلکې په اطرافي سیمو کې هم ورته حال روان دی.
د چاپيریال ماهرین وايي که په خوست کې شته ځنګلونه همداسې د له منځه تلو په حال کې وي او ترڅنګ یې د یادو ادارو ناغیړي ادامه ولري لرې نه ده چې په نږدې وخت کې به د خوست چاپيریال له کابل هغه هم ور واوړي.