د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، تېره ماښام پنځه بجې او ۵۸ دقیقې د هوایي بلاکونو په سیمه کې پر یو رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
فرامرز زیاتوي چې په دې پېښه کې یو تن سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ