ads

عبدالله: د مذاکراتو په جریان کې جګړه د منلو نه ده

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې خبرو پر دوام جګړې او نښتې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.

محمدخان بریال
28 تله 1399
عبدالله: د مذاکراتو په جریان کې جګړه د منلو نه ده
نوموړي تېر ماښام په تهران کې د افغانستان په سفارت کې جوړې شوې برنامې ته په وینا کې وویل، د افغانانو غوښتنه باعزته او تلپاتې سوله ده.
هغه په بین الافغاني مذاکراتو کې د یو بل پر منلو ټینګار وکړ او له طالبانو یې د دې مسلې د منلو غوښتنه وکړه.
ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ ایران ته خپل سفر پیل کړ او هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.
د دغه سفر هدف د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړي کول بلل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA