ads

د پاکستان په راکیټي برید کې یوه ماشومه وژل شوې

په کونړ کې د پاکستاني پوځیانو له لوري په راکیټي برید کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید
28 تله 1399
د پاکستان په راکیټي برید کې یوه ماشومه وژل شوې
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم کلید ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځيانو یو ځل بیا د کونړ د مرورې ولسوالۍ د ترخو اوبو په سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو ۱۶ راکیټونه توغولي، چې پر مهال یې یوه ماشومه وژل شوې او د مور په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي ټپیان شوي دي.
تراوسه پاکستاني چارواکو پر کونړ د مرميو د وېشتلو په اړه څه نه دي ويلي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان په راکیټي بریدونو کې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA