نوموړي تېر ماښام په تهران کې د افغانستان په سفارت کې جوړې شوې برنامې ته په وینا کې وویل، د افغانانو غوښتنه باعزته او تلپاتې سوله ده.
هغه په بین الافغاني مذاکراتو کې د یو بل پر منلو ټینګار وکړ او له طالبانو یې د دې مسلې د منلو غوښتنه وکړه.
ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ ایران ته خپل سفر پیل کړ او هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.
د دغه سفر هدف د افغان سولې په تړاو د سیمهییزې اجماع پیاوړي کول بلل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ