د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند طارق ارین کلید ته وویل، نن سهار ۱۱ بجې ترهګرو له چاودېدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته د غور ولایت د امنیه قومندانۍ له لومړي قرول سره نېږدې د شهیدانو او ښځو چارو ریاست مخې ته چاودنه ورکړه.
د ده په خبره، د لومړنیو معلوماتو پر اساس، په پېښه کې ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ