د دغه ولایت د والي ویاند نیک محمد نظري کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په شهر بزرګ او کشم ولسوالیو ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
هغه زیاتو چې د امنیتي سرتېرو په ځوابیه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپیان شوي او درې نور یې نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ