د نوموړي په وینا، په دې ماین چاودنه کې پنځه ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې مېرمنې هم پکې شاملې دي.
دی زیاتوي چې قرباني شوي کسان په یوه مازدا موټر کې د خپلوانو واده ته پر لاره وو، چې پر موټر یې د میان چاودنه وشوه.
بلخوا، فرهاد دا هم وایي، چې په یوه بله ماین چاودنه کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
دغه ماین چاودنه هم په یاده ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د سړک غاړې په ماین چاودنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ