د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو لومړی د شاجوی ولسوالۍ د نورک په سیمه کې د ملي پولیسو پر پوست برید وکړ.
د ده وینا، د همدې نښتې پر دوام وسله والو پر یاده پوسته موټر بم برید هم ترسره کړ، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په ترسره شوي برید کې شپږ ملي پولیس ټپیان شوي دي.
د سیال په خبره، پېښه تر څېړنې لاندې ده او د مرګ ژوبلې په تړاو هم دقیق معلومات نشته.
امنیتي او سیمهییز چارواکي که څه هم دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه د زابل د موټر بم برید په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.