د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، تېره شپه دوې هلیکوپټرې ناوې ولسوالۍ ته د ټپیانو د انتقال په هدف تللې وې چې د دولت تر واکمنۍ لاندې سیمه کې یو له بل سره لګېدلې دي.
د ده په وینا، تر پېښې وروسته دواړو الوتکو بیړنۍ ناسته کړې.
هغه په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ویل، خو د هلمند د ناوې ولسوالۍ امنیتي او سیمه ییز چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په پېښه کې تر ۱۵ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې کره جزیات نه دي ورکړل شوي.
ناوه د هلمند هغه ولسوالي ده چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې هلته د حکومتي سرتېرو او طالبانو تر منځ سختې نښتې وشوې.