د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، د رستم خان او محمد نسیم په نومونو پلار او زوی د طالبانو له خوا په دې دلیل وژل شوي چې امنیتي سرتېرو ته یې اوبه ورکولې.
بلخوا، وسله طالبان بیا وایي، دغه پلار او زوی د سیمهییزو پولیسو یا اربکیانو له خوا وژل شوي دي.
فاریاب د افغانستان هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.