د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل، دغو وسله والو تېره شپه په یاده سیمه کې د افغان سرتېرو پر پوستو برید ترسره کړ، چې په پایله کې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله واوښته.
د عادل په خبره، د وسله والو جسدونه په سیمه کې پراته دي او مهمات یې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي، خو امنیتي ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.
هغه زیاتوي، وژل شوي او ټپیان د طالبانو د حقاني شبکې غړي دي، خو وسله والو طالبانو په دې هکله تردې دمه څه نه دي ویلي.