ads

سیمرغ البرز د غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په سالیو کې تېر ماښام سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبډلې یو له بل سره مخ شوې، چې سیمرغ البرز لوبډله د دوو ګلونو په ترسره کولو پر دې وتوانېده چې د یاد لیګ وروستۍ لوبې ته لاره پیدا کړي.

محمدخان بریال
23 تله 1399
سیمرغ البرز د غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړه

د لوبې لومړۍ نیمه برخه له کوم ګول پرته پایته ورسېده، خو په دویمه نیمه کې سیمرغ البرز لوبډله د دوو ګولونو په ترسره کولو وتوانېده.
د پرونۍ لوبې لومړی ګول نعمت الله کریمي او دویم ګول مصطفی رضایي ترسره کړل.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ به د سیمرغ البرز لوبډله له شاهین اسمایي لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA