ads

د هرات پولیسو یو صراف د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده کلید ته وویل، د افغان سرتېرو په ځانګړو عملیاتو کې د دغه ولایت یو صراف حاجې اسماعیل محمدي چې څه موده وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و، ازاد شو.

محمدخان بریال
23 تله 1399
د هرات پولیسو یو صراف د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ

دی زیاتوي چې د دغه تښتول شوي صراف د تښتونې په جرم اته تنه نیول شوي دي.
د هغه په وینا، له نیول شوو کسانو یو میل کلاشینکوف او یو میل کمري تفنګچه هم تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د صرافانو ټولنې د هغه د راخوشي کولو په هدف لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ که حکومت ژر تر ژر هغه ونه ژغوري، ټول خصوصي سکټور به لاریونونه پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA