د سرچینې په وینا، نوموړي د هلمند له والي تورنجنرال “محمد یاسین ضیا” او د یاد ولایت له یو شمېر لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د هغه ولایت د ښه امنیت د تامینولو په اړه خبرې وکړې.
هغه په دې لیدنه کې د هلمند د امنیتي حالت ساتلو په تړاو له امنیتي سرتېرو مننه هم کړې ده.
اسدالله خالد پر داسې مهال هلمند ولایت ته سفر کوي چې له څلورو ورځو راهیسې د هلمند پر مختلفو برخو طالبانو بریدونه پیل کړي او ګڼو ملکي وګړو، طالبانو او افغان سرتېرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه دا نښتې د کابو پنځه زره ملکي وګړو د بېځایه کېدو لامل شوې دي.