تېره شپه د شاهین اسمایي او سپین غر بازانو تر منځ لوبه وشوه چې دوه د صفر په مقابل کې د شاهین اسمایي لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
د شاهین اسمایي دوو لوبغاړو امان الله سرداري او حمید حبیبي ګلونه ترسره کړل.
ټاکل شوې چې د نیمه پایلوبې دویمه لوبه نن ماښام د طوفان هریرود او سیمرغ البرز تر منځ وشي او بریالی ټیم به د جمعې په ورځ له شاهین اسمایي لوبډلې سره پایلوبه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ