ads

شاهین اسمایي نیمه پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سالیو پر دوام پرون شاهین اسمایي لوبډله پر دې وتوانېده چې د یاد لیګ نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

محمدخان بریال
17 تله 1399
شاهین اسمایي نیمه پایلوبې ته لاره ومونده

پرونۍ لوبه د شاهین اسمایي او سپین غر بازانو تر منځ وشوه چې درې پر یو د شاهین اسمایي پر ګټه تمامه شوه.
په همدغه ترتیب، په دویم ټیم کې سیمرغ البرز د څلورو امتیازونو په درلودو سره دویم ځای لري او اوس هم نیمه پایلوبې ته د تګ چانس ورسره دی.
ټاکل شوې چې نن د موج های امو او اباسین څپې لوبډلو تر منځ لوبه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA