نوموړي د دوشنبې پر ورځ د پوهنې وزارت د تعلماتو له معین ابراهیم شینواري سره د يوې ګډې خبري ناستې پرمهال وويل، په پام کې لري چې د وضعيت کنټرول او د بېړنۍ رسېدنې په هدف دوه ټيمونه موظف کړي، څو د شکمنو زدهکوونکو سمپولونه واخلي او ترڅتګ یې د فرانسويانو روغتون لابراتوار چې په ورځ کې د ۳۰۰ ټېسټونو د تشخیص ظرفيت لري، پوهنې وزارت ته یې سپاري.
د عثماني په خبره، د ښوونځيو له پرانیستل کېدو وروسته یې د ۵۵۰ زدهکوونکو سمپولونه اخیستي وو چې له پنځه سلنه د کمو زدهکوونکو پايلې مثبتې وې.
دی ټينګار کوي، د دوی ارزيابي ښيي چې په کابل کې ۵۵سلنه د خصوصي او ۴۸سلنه د دولتي ټولګيو زدهکونکي ماسک کاروي.
عثماني وويل:
«اوسمهال په ټول هېواد کې ټول فعاليتونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي، پوهنتون پرانستل شول، ښوونځي پرانیستل شوي، اقتصادي، وزشي، فرهنګي او نور فعاليتونه بېرته پرانیستل شوي دي، د ټولو فعاليتونو له بېرته پرانیستل کېدو وروسته زموږ ارزیابي ښيي چې وضعيت تر کنټرول لاندې دی، کله چې ښوونځيو ته د بيا پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوه، موږ له ۵۵۰ زدهکوونکو سمپلونه واخیستل چې خوشبختانه له دې له پنځه سلنه د کمو زدهکوونکو پايلې مثبتې وې، تېره اوونۍ چې د کورونا ۳۹مه اوونۍ وه د مثبتو پېښو شمېر يو ځل بيا نزولي حالت خپل کړ، ځکه په ۳۵ اوونۍ کې يادو شمېرو صعودي حالت خپل کړی و.»
د روغتيا وزیر د کورونا ویروس دويمې څپې خپرېدو ته په اشارې وويل، د کورونا ویروس د دويمې څپې د خپرېدو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.
نوموړي زياته کړه، اوسمهال د هېواد په ټولو روغتونونو کې يوازې ۲۱ د کورونا ناروغان بستري دي.
عثماني وويل:
«که چېرته د کورونا ویروس دويم موج خپور شي، نو موږ ورته بشپړ چمتووالی لرو او تدابیر نيول شوي دي، د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته موږ په کابل کې يوازې دوه اختصاصي روغتونونه درلودل او ۱۷ اختصاصي روغتونونه لرو چې په اړينو وسايلو سمبال دي.»
بل لور ته د پوهنې وزارت مسوولين بيا وايي، د ښوونځيو له پرانیستل کېدو وروسته یې د ښوونځيو مدیرانو او ښوونکو ته سپارښتنه کړې چې په ټولګيو کې دې ټول روغتيايي موارد عملي کړي.
د پوهنې وزارت د عمومي تنظيماتو معين ابراهيم شنواری وايي، درسي پروګرام به د راتلونکې لړم يا عقرب مياشتې تر پايه دوام وکړي او له يوولسم او دولسم ټولګيو پرته د پاتې ټولګيو ازموينې به په راتلونکي ښوونيز کال کې اخیستل کېږي.
شينواري وويل:
«دولسم او يوولسم ټولګيو له پرانیستل کېدو وروسته د روانې تلې مياشتې په ۱۲مه پاتې ټولګيو ته هم د بېرته پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوه، د پاتې ټولګيو له پرانیستل کېدو سره هممهال مو د ټولو ښوونځيو مديرانو او ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې بايد زدهکوونکو ته ووايي چې ماسک واچوي، ټولنیز واټن مراعات کړي، لاس ورنهکړي او پاتې نور موارد هم عملي کړي، زموږ غوښتنه له تولو کورنيو څخه دا ده چې د زدهکوونکو د روغتيا په هدف له موږ سره همکار پاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۳۴۱ شکمنې پېښې کتل شوې چې ۸۱ یې مثبتې ثبت شوې، څلور کسان مړه او ۲۷تنه نور بيا بېرته روغ شوي دي.