ads

په ارزګان کې د سولې په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

دغه سالۍ په ارزګان کې د یو شمېر ورزش کارانو لخوا پیل شوې وې چې کابو یوه میاشت یې دوام وکړ.

احسان الله ولسمل
12 تله 1399
په ارزګان کې د سولې په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه ولایت کې د ورزش مینه‌وال او لوبغاړي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې اوربند وکړي.

د والیبال یادې سالۍ چې یوه میاشت یې دوام وکړ پرون ناوخته د توپان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

ددغه ولايت د ورزش امريت امر قدرت الله الفت وايي يادې سیالیو کې توپان لوبډلې لومړی،امريت لوبډلي دوهم او شریف لوبډلې درېيم مقام خپل کړی.

نوموړي همدارنګه د جکړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې روان تاوتریخوال راکم کړي او د یوې دایمي سولې لپاره دې زمینه برابره کړي.

«د واليبال دغه سيالۍ مو د سولې تر عنوان لاندې پیل کړی وې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ په دغو سياليو کې توپان لوبډلې لومړی،ورزشي امريت لوبډلې دوهم او شريف لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دغه سيالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې»

«په افغانستان کې اوس هم جګړه روانه ده چې په هيڅ ډول موږ ته د منلو نه ده او بايد جګړه بنده شي»

په دغه ولايت مېشتو  ورزشي لوبغاړو يادې سيالۍ په دې موخه راپيل کړي وي چې هېواد کې روانه جګړه ختمه شي څو د دوی وړتياوي لوړي شي.

دوی وايي روانې جګړې پر ورزشي برخې هم اغيزه کړې ده او غوښتنه کوي چې جګړه بنده شي.

 “که چيرې په افغانستان کې جګړه بنده شي زموږ د ورزشکارانو وړتياوي به لوړې شي موږ له جګړو سخته ستړي شوي يو په دې وروستيو کې د جګړې ښکېلو غاړو يو ځل بیا تاوتريخوالی زيات کړی چې د سولې پر وړاندې يې زموږ هيلې رامړاوي کړي دي»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالب پلاوو ترمنځ لاهم مخامخ خبرې نه دي پیل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA