د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې سپین غر بازانو د دوهمې بریا په خپلولو سره د دغه لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه.
سپین غر بازان پرون اباسین څپي لوبډلې ته د حلور پر یو ګلونو سره ماتې ورکړه.
د سپین غر لوبډلې لپاره سمیع نادرې دوه ګولونه ووهل او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ماښام د میوند اتلانو او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ کیږی، دواړه پیاوړې لوبډلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ