له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۱۰۴نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۵۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۷۴۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ