د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي چې په دوحه کې د سولې خبرې ښې روانې دي او د تمو برعکس ډېر پرمختګ شوی دی.
خلیلزاد د پنجشنبې ورځ په یوې مرکه کې دا خبرې کړې دي خو نوموړي دا هم ویلي چې یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه د سیاسي جوړ جاړي له لارې ختمه شي.
ده همدارنګه ویلي امریکا له دواړو خواوو غواړي چې روان تاوتریخوالی کم کړي څو د روانو مذاکراتو لپاره د باور فضا رامنځته شي.
خلیلزاد زیاتوي په خبرو کې د بریا هېڅ تضمین نشته، ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري او خپګان ډېر دی.
نوموړی وایي،دواړو پلاو ته یې روښانه کړې چې سیاسي جوړجاړي ته رسېدل د دوی خپل کار دی، خو امریکا او نړیواله ټولنه داسې یو جوړجاړی غواړي چې افغانستان کې د لږکیو او ښځو حقونه خوندي وي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې لاهم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي ناسته نه ده پیل شوې خو د تماس ډلې هڅې کوي څو دغه خبرو ته زمینه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ