ads

په کابل کې په ډېره کچه نشه یي توکي نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت له لوري د سه شنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دنشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او لسمې امنیتي حوزو په مربوطاتو د نشه یي توکو د پلورونکو شبکو د نیولو په هدف دوه هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

شمس الرحمن شمس
1 تله 1399
په کابل کې په ډېره کچه نشه یي توکي نیول شوي
سرچېنه زیاتوي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴۸ پوړۍ هیرویین، ۲۱۶پوړۍ شیشه، ۳۵۷بوتله الکولي مشروبات، ۲۹۰۰امریکایي ډالر، ۱۱۷زره افغانۍ او ۱۰ میله تفنګچې  کشف او تر لاسه شوې دي.
خبرپانه زیاتوي، د دغو قضیو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او په تړاو یې د دوی پلټنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA