د خبرپاڼې په وینا، دغه سفر د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې چې حنیف تمر په دې لیدنه کې د تاجکستان له جمهور رییس امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د وزارت خبرپاڼه همدارنګه وایي، ټاکل شوې چې د دوی تر منځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، امنیتي او سرحدي مسایلو، ټرانسپورټ، پانګونې، سوداګرۍ او ورته نورو موضوعاتو خبرې وشي.
د خبرپاڼې په وروستي برخه کې راځي چې له هغه سره په دغه سفر کې لوړپوړي دولتي چارواکي، والیان او د پارلمان غړي هم ملتیا کوي.