ads

پکتیکا وال وايي د افغانستان عامې روغتیا وزیر راتګ کمپایني بڼه لرله

د افغانستان عامې روغتیا وزیر د یو شمېر نورو مسولینو په ګډون پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال له خلکو سره ځينې ژمنې وکړې او د روغتیايي خدمتونو په ښه والي يې ټینګار وکړ.

خیرالدین ذکي
22 وږی 1399
پکتیکا وال وايي د افغانستان عامې روغتیا وزیر راتګ کمپایني بڼه لرله

د افغانستان عامې روغتیا وزیر د یو شمېر نورو مسولینو په ګډون پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال له خلکو سره ځينې ژمنې وکړې او د روغتیايي خدمتونو په ښه والي يې ټینګار وکړ.

خو ځايې خلک او ځوانان وايې د وزیر راتګ کمپاینې بڼه لرله، نه يې د کومې پروژې یا روغتون د بنسټ ډبره کېښوده او نه يې هم کوم بل داسي کار وکړ چې پکتیکا والو ته يې ګټه ورسیږي.

پکتیکا ته د افغانستان عامې روغتیا وزیر د راتګ په موخه جوړه شوې غونډه کې د دې ولایت قومي مشر پاچاخان شرنوال خبرې وکړې او د روغتیا برخې شته ستونزې يې په ډاګه کړې.

هغه وویل د دې ولایت په زیات شمېر کلینیکونو کې ښځینه ډاکترانې شتون نه لري او روغتونونو ته يې له کلونو راهیسې له ډيرو ژمنو سره سره ارتقاع نه ده ورکړل شوې.

« د پکتیکا ولایتي روغتون ته د ۲۲ ولسوالیو په ناروغانو سربیره د ګاونډیو ولایتونو زیات شمیر ناروغان د تداوی په موخه راځي، د ملکي او نظامي ټولو ناروغانو او ټپیانو درملنه پکې کیږې خو ارتقاع ته يې پام نه ده شوی. بله دا چې موږ په ډيری کلنیکونو کې ښځېنه ډاکترانې نه لرو غوښتنه مو دا ده چې ښځېنه ډاکتراني باید پر دندو وګمارل شي.»

د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکتر محمد جواد عثمانې وویل پکتیکا ته د سفر موخه يې د روغتیايي خدمتونو بشپړه ارزونه او د خلکو له ستونزو له نیږدې ځان خبرول وو.

نوموړی څرګندوي د ښځینه ډاکترانو د ګمارنې پروسه سر له اوسه پیلوي او د ولایتي روغتون په ګډون به د ځینو ولسوالیو روغتونونو ته په نیږدې وخت کې ارتقاع ورکړي.

« په هغو کلینیکونو کې چې ښځېنه ډاکترانې نشته په هر قیمت چې وي که يې له کابله دندو ته را ولي یا له کوم بل هر ځای څخه په دندو يې ګماري، د دوو ولسوالیو ارګون او خیرکوټ روغتونونو ته به د خدماتو کیفیت لوړ او ډير شي.»

پر همدې مهال د پکتیکا ځوانان او مدنې فعالان وايي د عامې روغتیا وزیر دې ولایت ته په خپل سفر کې یوازې د ځان لپاره کمپاین وکړ او په خبره يې هېڅ یوه لویه یا کوچنۍ پروژه يې نه پیل او نه هم ګټې اخیستنې ته وسپارله.

دوی زیاتوي د خلکو هیله دا وه چې په ولایتي روغتون سربیره به د ارګون او خیرکوټ روغتونونو ارتقاع وشي، له ملکي څخه د نظامي روغتون د بیلولو لپاره به اقدام وشي، د نوي سل بستریز روغتون چې له کلونو راهیسې يې ژمنې کیږې چارې پیل شي خو دا هیڅ هم ونه شول.

« د وزیر د راتګ پر مهال یوازې د الوتکو لګښت وشو، نه کومه پرانېسته شوې او نه هم کومه داسې ژمنه شوې چې د عمل جامه واغوندي، هوايي ژمنې وشوې او هوايي لیده کاته وشول او وزیر بېرته کابل ته لاړ. په ټوله کې باید ووایو چې د عامې روغتیا د وزیر راتګ پکتیکا ته نمایشي وو او په سفر کې يې د پکتیکا لپاره هیڅ هم نه وو.»

یاده دې وي چې د افغانستان عامې روغتیا وزیر پکتیکا ته په خپل دغه نیم ساعته سفر کې د ګوتو په شمېر کسانو سره په یوه کوچنۍ غونډه کې لیده کاته وکړه او یوازې د پکتیکا ولایتي روغتون له ځینو څنډو يې لیدنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA