له دغه وزارت څخه خپره شوې اعلامیه وایي، د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې پر بهیر، د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو او له کورونا ویروس سره پر مبارزې خبرې وشوې.
د سرچینې په وینا، په ترسره شوو خبرو کې د اتریش هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې د اوسني بهیر ملاتړ څرګند کړ او د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو، د جمهوریت نظام، ډیموکراسۍ او د خلکو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
د یاد وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې نوموړي له افغانستان سره د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دووه میلیونه یورو مرستې خبر ورکړ.
دغه هېواد پر داسې مهال له افغانستان سره د کویډ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کوي چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي.