له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، نیول شوي کسان څلور تنه په وسله والو غلاوو او یو تن په قتل تورن پېژندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د یادو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو بنسټونو ته سپارل شوې دي.
که څه هم امنیتي چارواکي د جنایي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو لاهم د هېواد په مختلفو برخو کې جنایي پېښې رامنځته کېږي او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ