د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په وروستۍ اونۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې د تاوتریخوالي کمښت د افغانانو اساسي غوښتنه ده او په وینا یې، طالبان باید دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.
وسله والو طالبانو که څه هم د حکومت د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې پخپلو بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو هر ډول خبرونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په درېیو ورځو کې افغان حکومت او طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ و.
تر دې اوربند وروسته یو ځل بیا جګړو زور اخیستی چې د افغان سرتیرو تر څنګ ډېری ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.