ads

روغتیا وزارت: د کورونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

د عامې روغتیا وزارت وایي، سره له دې چې د اختر په ورځو کې د کورونا د خپرېدو او د مثبتو پېښو د شمېر د لوړېدو وېره وه خو تر اوسه وضعیت ښه دی او دوی ورته هیله من دي.

فضل الهادي حمیدي
19 زمری 1399
روغتیا وزارت: د کورونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

د عامې روغتیا وزارت وایي، سره له دې چې د اختر په ورځو کې د کورونا د خپرېدو او د مثبتو پېښو د شمېر د لوړېدو وېره وه خو تر اوسه وضعیت ښه دی او دوی ورته هیله من دي.

له اختر وړاندې د عامې روغتیا وزارت په وار وار خبرداری ورکړ چې که د لوی اختر په ورځو کې خلک روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي او د ګڼې ګوڼې له جوړېدو مخنیوی ونه کړي نو د کورونا د مثبتو پېښو او له دې کبله د مړینې کچه به لوړه شي.

خو اوس د عامې روغتیا وزارت وایي، خلکو تر یوه بریده په اختر کې روغتیایي لارښوونې عتملي کړې او له بې ځایه ګرځېدو څخه تر ډېره مخنیوی شوی و، نو له همدې کبله تر اوسه چې کومې پایلې خپریږي هیله بښوونکې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي کلید ته وویل، بیا هم که چېرې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر لوړیږي نو دوی ورته پوره چمتوالی لري:« زموږ هېوادوالو په اختر کې له ډیرې ګڼې ګوڼې څخه ډ ډه وکړه او چ ډیره اړتیا نه وه نه وو راتلي، نو اوس چې کومې پایلې راوځي موږ ډیر خوشبین یو نو د راتلونکې لپاره هم چمتوالی لرو او د کابل په څلورو روغتونو کې موږ د کورونا د ناروغۍ څانګې لرو او هڅه کوو چې ولایتونو ته یط پراخه کړو، ترڅو دنورو ناروغیو په څېر د کورونا علاج هم اسانه شي.»

خو په ورته وخت کې د کابل ولایت له کورونا سره دمبارزې کمېټه وایي، چې لاهم د کورونا د خورېدو وېره شته او خلک باید د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

د کابل د والي ویاند ناصر مهري کلید ته وویل، سره له دې چې کورونا شته خو د بازارونو او مارکېټونو په ګډون به ټول اصناف د روغتیايي لارښونو په پام کې نیولو سره خپل فعالیت کوي:« کورونا نه ده ختمه شوې او کورونا شته، باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونې باید په پام کې ونیول شي، له کورونا سره دمبارزې کمېټه هم اندېښنه لري او هم خپلې هڅې کوي خو ټول اصناف، بازارونه، مارکېټونه او نور به خپل فعالیت کوي خو روغتیايي سپارښتنې باید په جدي توګه په پام کې ونیسي.»

د کابل د والي ویاند وایي، په پوهنتونونو کې درسونه پیل شول خو ښوونځي هم د عامې روغتیا وزارت په مشوره او د کابینې له پرېکړې سره سم یا بند پاتې کیږي او یا به خپل درسونه پیلوي:« یوازې ښوونځي پاتې دي او په دې اړه به د عامې روغتیا وزارت خپلې څېړنې کوي او کابینه به پرې بحث کوي او په دې اړه به پرېکړه کوي چې ښوونځي هم پرانیستل شي او کنه.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې له ۳۷ زرو ډیرې مثبتې پېښې ثبت شوې او له دغو څخه بیا له یو زرو درې سوه څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو د عامې روغتیا وزارت یوې سروې څه موده وړاندې څرګنده کړه چې په افغانستان کې په کورونا باندې لس میلیونه کسان اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA