ads

په لوګر او بغلان کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

دفاع وزارت اعلان کړی چې په لوګر او بغلان ولایتونو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
9 زمری 1399
په لوګر او بغلان کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، طالبانو غوښتل تېره شپه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، خو افغان سرتیرو یې مخه نیولې ده.
سرچینه وایي، په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بله اعلامیه کې وایي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د بغلان ولایت په چشمه‌شیر ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر پوستو برید وکړي چې په دې نښته کې هم اته وسله وال طالبان ووژل شول.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA