هغه څرګنده کړې، دوی خبر دي چې پر افغان سرتیرو د طالبانو بریدونه خورا ډېر شوي دي.
د نوموړي په وینا، د هوکړې له مخې طالبان اړ دي چې تاوتریخوالی کم کړي، خو د تاوتریخوالي ډېرول له هوکړې سرغړونه او د اندېښنې وړ مسله ده.
ده همدارنګه زیاته کړې، واشنګټن هر څه ته ژمن دی او پر هغوی یې غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرو ته د باور فضا جوړه کړي.
تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده، خو دغې ډلې د افغان حکومت او امریکا غوښتنې تر اوسه نه دي منلې.