ads

د کورونا د دویمې څپې راتګ هېوادوال اندېښمن کړي

له کورونا ویروس سره د مبارزې بیړنۍ کمېټې له لوري يو شمېر پارکونو، هوټلونو، ورزشي کلپونو، لويو پلورنځيو او يو شمېر نورو ځايونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې.

منصور یوسفزی
29 چنګاښ 1399
د کورونا د دویمې څپې راتګ هېوادوال اندېښمن کړي
 عامې روغتيا وزارت او هېوادوال بيا په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، له دې سره به د کورونا ویروس له امله رامنځ ته شوی وضعيت نور هم بحراني شي.
په اضطراري کمېټه کې د کابل والي وياند ساحل اندېشور وايي، وضعيت ته په کتو یې پارکونو، هوټلونو، ورزشي کلپونو او لويو پلورنځيو ته په مشروط ډول د فعاليت اجازه ورکړې او که ورکړل شوی طرزالعمل پلي نه‌کړي، نو فعالیتونه به یې بياځلي وځنډول شي.
دی زياتوي، نظارتي ټيمونه له يوې اوونۍ راهیسې د کابل په بېلابېلو سيمو کې د بيا پرانیستل شوو ځايونو نظارت کوي، چې ايا صحي لارښوونې په پام کې نسي يا نه.
اندېشور وويل:
«د هوټلونو، ورزشي کلپونو، لويو پلورنځيو او يو شمېر نورو ځايونو طرحه موده مخکې د جمهور رییس غني د دويم مرستيال محمد سرور دانش له لوري تاييد شوه، د همدې طرحې پر اساس يو شمېر پارکونو، هوټلونو، ورزشي کلپونو، لويو پلورنځيو او يو شمېر نورو ځايونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې، زموږ نظارتي ټيمونه له يوې اوونۍ راهیسې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د دوی له فعاليتونو نظارت کوي چې ايا هغه طرزالعمل چې موږ ورکړی عملي کويي یې يا نه، که چېرته دوی صحي موراد مراعات نه‌کړي، نو فعاليتونه به یې بيا وځنډول شي.»
بل لور د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، پارکونه، هوټلونه، ورزشي کلپونه او لوی پلورنځي د دوی له هوکړې پرته بېرته پرانیستل شوي دي.
د روغتيا وزارت د وياند مرستيال نورالله تر‌کی وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې د کورونا ویروس ګراف اوج ته رسېدلی او که د قرنطين محدوديتونه او د ياد وزارت لارښوونې مراعات نه‌شي، نو د دغه ویروس د دویمې څپې د خپرېدو اټکل هم شته.
دی زياتوي، د روغتيا وزارت له جدي سپارښتنو سره سره بيا هم هغو ځايونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زياته وي او دوی یې پايلو ته اندېښمن دي.
ترکي وويل:
«موږ پارکونو، هوټلونو، ورزشي کلپونو، لويو پلورنځيو او يو شمېر نورو ځايونو بيا پرانیستل کېدو ته اندېښمن يوو، دا ځايونه زموږ له هوکړې او نظر پرته بېرته پرانیستل شوي دي، اوس د کرونا ګراف ته په کتو دا ګراف په اوج کې دی، که خلک له موږ سره همکاري پاتې شي او صحي لارښوونې مراعات کړي، نو ډېر ژر به دا ګراف مخ پر ټيټېدو شي، خو د پارکونو، هوټلونو، ورزشي کلپونو، لويو پلورنځيو او يو شمېر نورو ځايونو بيا پرانیستل کورونايي وضعيت بيا ځلي بحراني کولی شي.»
هېوادوال هم د کورونا ویروس بياځلي خپرېدو ته اندېښمن دي او وايي، په داسې حساس وضعيت کې حکومت نه‌بايد د قرنطين محدوديتونه راکم کړي وی.
دوی زياتوي، پارکونو، د هوټلونو، ورزشي کلپونو او لويو پلورنځيو له بيا پرانیستو سره به يو ځل بيا په هېواد کې د کورونا ویروس شمېرې مخ پر زياتېدو شي.
د روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۷۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، ۱۷ کسان مړه او ۳۶۱ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA