د روعتيا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۱۰۰۲ کسان بېرته روغ شوي او ۳۲ نور بيا مړه شوي دي.
د روغتيايي برخې متخصصين وايي، که د قرنطين محدوديتونه او روغتیایي لارښوونې په پام کې ونهنيول شي، د کورونا ویروس د بياځلي خپرېدو اټکل شته او په دويم پړاو کې ډېری هغه کسان پرې اخته کېږي چې په لومړي پړاو کې نهو پرې اخته شوي.
ډاکټر فاروق جلال وايي، په افغانستان کې د کورونا له امله رامنځته شوی وضعيت د اندېښنې وړ نهدی، خو که وقایه ونهشي، نو دا وضعيت به په مراتبو د اندېښنې وړ شي.
دی زياتوي، د روغتيا وزارت امکاناتو ته په کتو که بياځلي دا ویروس خپرېږي، نو ښايي لوی ناورين رامنځته او وضعيت به تر بل هر وخت بحراني شي.
«دا مسله يوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د اندېښنې وړ ده، د کرونا ویروس دويم ځل خپرېدو په پړاو کې ډېری هغه کسان اخته کېږي چې په لومړي پړاو کې نهوو اخته شوي، اوس چې ګورو وضعيت د قناعت وړ دی او هېڅ د اندېښنې خبره نهشته، خو که چېرته وقایه ونهشي نو وضعيت ډېر بحراني کېدی شي، ځکه روغتيا وزارت هغه شان امکانات بيا نهلري چې بحراني او کړکېچن وضعيت کنټرول کړي.»
په ورته وخت کې هېوادوال هم د کورونا ویروس بياځلي خپرېدو ته اندېښمن دي او زياتوي د کلپونو، پارکونو، هوټلونو او لويو پلورنځيو بيا پرانیستل هغه موارد دي چې د کورونا ویروس ګواښ یې بياځلي زيات کړی.
کابل مېشتی حشمت وايي، لوی اختر په رارسېدو دی او که د تېر کوچني اختر په څېر روغتیايي لارښوونې او د قرنطين محدوديتونه مراعات نهشي، نو حالت به له کنټروله بهر شي.
«په دې وروستيو کې ګورو چې د حکومت له لوري په لوی لاس د قرنطين محدوديتونه راکم شوي، کلپونو، هوټلونو، پارکونو او نورو ډېرو ځايونو ته چې پهکې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي چې دا په خپله د کرونا ویروس دويم موج خپرېدو ته زمينه برابروي.»
د عامې روغتيا وزارت چارواکي هم مني چې د کورونا ویروس شمېرې او ګراف مخ پر ټېټېدو دی او زياتوي، که هېوادوال د قرنطين محدوديتونو او د ياد وزارت لارښوونو ته توجه ونهکړي، نو دا ګراف به بياځلي مخ پر لوړېدو شي.
د روغتيا وزارت د وياند مرستيال نورالله ترهکی وايي، که د خلکو د نه پاملرنې له امله د کورونا ویروس ګراف بياځلي اوچت شي، نو دوی ورته بشپړ چمتووالی لري.
«روغتيا وزارت رهبري دې ته اندېښمن دی چې که روان اختر کې بيا ځلي لارښووتې مراعات نهشي او د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شي نو طبعي ده چې د پېښو ګراف به بياځلي اوچت شي، که خدای مهکړه د پېښو ګراف بياځلي اوچت شي نو روغتيا وزارت ورته چمتووالی لري، اوسمهال د کرونا ګراف مخ پر ټېټېدو دی او ډېر ژر به نزولي حالت خپل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ټولټال ۳۴ زره او ۹۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۲۲ زره او ۴۵۶ کسان بېرته روغ او ۱۰۹۴ بيا مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ