د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت کلید ته وویل، وسله والو طالبانو غوښتل چې د پلخمري او سمنګان ولایت تر منځ غځېدلې لاره د ټرافیکو پر مخ وتړي چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې په نښه شول.
د هغه په وینا، په دې جګړه کې د قاري جمعه ګل په نوم د طالبانو د یو قومندان په ګډون نهه وسله وال مخالفین وژل شوي او شپږ نور یې ژوبل شوي، چې د ځینو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
ښاغلي بشارت پخپلو خبرو کې زیاته کړه، په دې نښته کې له وسله والو مخالفینو ځینې سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوي دي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.