ads

ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره اونۍ کې ۲۱ ملکي وګړي وژلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېرېدو خبر ورکړی او زیاتوي چې په تېره یوه اونۍ کې دې ډلې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

محمدخان بریال
7 چنګاښ 1399
ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره اونۍ کې ۲۱ ملکي وګړي وژلي

دغې شورا د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې طالبانو په تېره یوه اونۍ کې د خپلو بریدونو له کبله ۲۱ ملکي وګړي وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، طالبان په ټول هېواد کې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او په تېره یوه اونۍ کې یې هغوی ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادولو وړ ده چې امنیت شورا تر دې وړاندې هم د طالبانو په بریدونو کې د ۸۴۱ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.
که څه هم وسله والو طالبانو د ملي امنیت شورا د دې ادعا په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په دې اړه د امنیت شورا هر ډول څرګندونې رد کړې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA