پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د لویې څارنوالۍ مرستیاله سینا شنا منصور وايي، د تېر کال له لیدنۍ میاشتې تر اوسه له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي يو زر او ۱۳۳ پېښې ثبت شوې، چې ۲۴۹ يې يوازې د قرنطين په اوږدو کې دي.
بلخوا، د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هم وایي، په ثبت شوو پېښو کې جنسي تېري، وهل ډبول، تاوتريخوالی، په زور نکاح، له وخت وړاندې ودونه، جبري ګوښه توب، له ميراثه بې برخېتوب او داسې نور موارد شامل دي.
دی په ورته وخت کې په دغو شپږو میاشتو کې له ماشومانو سره د بشري حقونو د سرغړونو د ۷۳۲ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.
نوموړی وايي، لویې څارنوالۍ پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څانګه رامنځته کړې چې ژر به کار پيل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ