دغه وزارت وایي، د افغانستان حکومت له ماشومانو څخه د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستلو د مخنیوي لپاره د لازمو هڅو په ترسره کولو کې لازم ګامونه نه دي اخیستي.
په دغه راپور کې، چې پرون خپور شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل کړی چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې پوره هڅه نه ده کړې.
په خپاره شوې راپور کې د بچه بازۍ او له کم عمره هلکانو څخه په جګړه کې د کار اخیستو یادونه هم شوې ده.
راپور زیاتوي، په افغانستان کې لا هم بجه بازي یا د ماشومانو نڅول دود دي او له هغو څخه ناوړه جنسي استفاده کېږي.
راپور وايي، سره له دې چې د پولیسو په ځینو پوستو کې یو شمېر قوماندان د جنسي استفادې لپاره په خپلو لیکو کې کم عمره هلکان ګوماري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د پولیسو په منځ کې له بچه بازۍ انکار کوي ا و په دې اړه د راپورونو د پلټې خبر ورکوي.