ای اېم اېف د اټګل له مخې ۲۰۲۰کال به د اقتصاد له پلوه ډېری هېوادونو ته سخت کال وي.
ددوی په راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې به د کورنیو تولیداتو کچه اته سلنه کمه شي او په ۱۹ نورو هغو هېوادونه چې یورو په کې کارول کېږي اقتصادي وده به یې ۱۰،۷سلنه راکمه شي.
روسیه او سعودي عربستان چې د نړۍ په کچه د تېلو لوی تولیدونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي له اقتصادي زیان سره به مخ شي او په دغو هېوادونو کې به اقتصادي وده په ترتیب سره ۶،۶ او ۶،۸سلنه پورې راښکته شي.
هندستان به په دغه کال کې له اقتصادي پلوه ډېر شاتګ وکړي او ددغه هېواد اقتصادي وده ۴،۵سلنه اټکل شوې ده.
ددې ادارې په راپور کې ویل شوي چې ډېری هېوادونه به له اقتصادي پلوه زیان سره مخ شي؛ خو چین به یوازینی هېواد وي چې اقتصادي وده یې یو سلنه راکمه شي.
باید یاده شي چې په ټوله نړۍ کې د اقتصادي بحران رامنځته کېدل د کرونا ناروغۍ له کبله دي او د اټکل له مخې که چېرې د کورونا ناروغۍ دوهمه څپه رانشي نو د نړۍ اقتصادي وده به ۲۰۲۱کال کې ۵،۴سلنه خه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ