د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي.
په دغه راپور کې ویل شوي دي، چې پاکستان له افغان طالبانو او لشکر طېبه څخه د ملاتړ یادونه شوې ده.
دې رپوټ کې دا هم رغلي چې پاکستان لشکر طېبه او جېش محمد وسله والو ډلو ته اجازه ورکړې ده چې ددې هېواد له خاورې پر هند بریدونه ترسره کړي.
په رپوټ کې پاکستان د ترهګرو ډلو په لمنځه وړلو کې پاتې بللی شوی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکسان هېواد تل د ترهګرو له ملاتړ څخه انکار کړی او موضوع یې په بار بار رد کړې ده
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ