د کندهار ولایتي چارواکي خبر ورکوي، چې ددغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه برید کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
ددې ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وایي، چې یاده پېښه د خاکرېز ولسوالۍ په داروق سیمه کې رامنځته شوې ده.
د وسله وال طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي پېښه تاییدوي، خو د ۱۷ وسله والو د وژلو خبره یې رد کړې ده.
باید یاده شي چې د کوچني اختر له درې ورځني اوربند را پدېخوا دا دوېیم برید دی چې د بهرنیو ځواکونو لخوا پر وسله والو طالبانو تر سره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ