روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۹زره او ۷۱۵ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناورغۍ ۲۱ ناروغان مړه شوي او ۶۰۹ تنه روغ شوي دي.
تر دا مهال د کرونا ناروغۍ څخه ۶۳۹تنه مړه شوي دي او ۹۸۶۹تنه ترې رغېدلې دي.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غواړي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ