ads

ننګرهار کې وسله والو کسانو د بټي کوټ ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه غلا کړي دي

د پوهنې ریاست چارواکي خبر ورکوي چې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه د یو شمېر وسله والو لخوا غلا شوي دي.

جان اغا صالح
4 چنګاښ 1399
ننګرهار کې وسله والو کسانو د بټي کوټ ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه غلا کړي دي

د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري کلید ته وویل، تیره ورځ د تورخم- جلال اباد پر لویه د ګمرک ریاست سره وسله والو کسانو د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې مدیریت له تحویلدار څخه د یادې ولسوالۍ د ښځینه حق الزحمه د ښوونکو شاوخوا یو میلیون افغانۍ معاشونه تښتولي دي.

په ورته مهال ولایتي چارواکي وایي، د یادې قضیې په تور درې کسان نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA