د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چهارشنبه په یو خبري کنفرانس کې ډایک ته د یادو وسلو د سپارلو پر مهال وویل، چې د یادو وسلو په تور ۱۵۳ کسان هم نیول شوي چې عدلي او قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي دې ولایت کې د ګڼ شمېر وسلو د نیول کېدو خبر ورکوي خو خلک لاهم په ښار او ولسوالیو کې د خپلسرو وسله والو ډلو له شتون شکایت کوي.
خو امنیتي چارواکي وایي چې د غیر قانوني وسله والو پر وړاندې به یې عملیات ترسره کړي او دوی یې د نیولو هڅه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ