خبر پاڼه کې راغلي چې د لویې څارنوالۍ د څارنې او کنټرول څارنوال د روغتیا وزارت د مرکزي ګودام معتمد پرون سهار په رشوت اخیستو لاس په لاس نیولی.
خبرپانه زیاتوي چې د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافطتي کیټونو د رانیولو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټ،ل محافظتي کېټونه یې د روغتیا وزارت مرکزي ګودام ته سپارلي و.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرکزي ګودام یو تن کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کېدو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله، چې د رشوت اخیستو پرمهال ونیول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ