کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو د هېواد په پنځو ولایتونو، دایکندي، تخار، خوست، فاریاب او پکتیا کې د بریدونو پلان درلود چې د افغان ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او له کبله د وسله والو طالبانو د دوه کلیدي غړو په ګډون ۱۷ طالبان ووژل شول او ۱۸ نور یې ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې نښتوکې دوه ملګي وګړي وژل شوي او د یو پولیس په ګډون درې نور ټپیا شوي دي او همداراز د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې هم یو ماشوم وژل شوی او دوه ملکیان ژوبل شوي دي
وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ