خوست کې موټرسايکل بم چاودنې یو ماشوم ټپي کړ.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر کليد ته وويل چې یاده چاودنه د جنرال جرات د ولايتي دفتر مسؤل مبارک تڼي په موټر شوې ده.
نوموړی وايي پدې پېښه کې کوم بل چاته زیان نۀ دی رسېدلی؛ خو یوازې یاد ماشوم ټپي شوی چې روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.
.تراوسه ددې پېښې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ